د وړومبى، مېنځمى او آخرى ماشوم د خوبيانو په حقله په دې پروګرام کښې خبرې شوى دى. د رِبقه په ګېډه کښې عيسو او يعقوب ډېر په ګرانه وخت تېر کړو. مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل چې دوئ به دوه قومونه شى او مشر (عيسو) به د کشرى خدمت کوى. تاسو به اورئ چې د طرفدارئ په وجه په دې کورنۍ کښې او د دې په نسل باندې ډېر خراب اثر وغورزيږى.