د يوسف نه پس بنى اِسرائيل د خُدائ پاک نه ووړېدل نو خُدائ پاک هغوئ دشمنانو ته په حواله کړل. په هغوئ باندې د رحم د پاره خدائ جدعون او سمسون په شان قاضيان راپورته کړل چا چې هغوئ له خلاصون ورکړو. روت د موآب نه راغله او بوعز سره يې وادۀ وکړو، د چا نه چې عوبيد پېدا شو څوک چې د داؤد بادشاه نيکۀ وو.