په کتاب مقدس کښې د شفا حاصلولو واقعات

زما خوږو دوستانو! په دې پروګرامونو کښې به تاسو د هغه خلقو په حقله باندې اورئ چا چې د خدائ پاک په کلام اؤ خبرو باندې عمل کولو سره شفا موندلې ده. په دې پروګرامونو کښې به مونږ اؤرو چې د دې خلقو په خدائ پاک باندې څومره مضبوط ايمان وو اؤ د هغه ايمان په وسيله خدائ پاک هغوئ له په مختلفو حالاتو کښې د معجزو او مختلفو خلقو په وسيله شفا ورکړې ده. نو زمونږ يقين دے چې د دې پروګرامونو اوريدلو سره به تاسو ته معلومه شى چې خدائ پاک څنګه مونږ سره مينه کوى اؤ زمونږ خيال ساتى.