ګام په ګام

ګام په ګام پروګرامونو سلسله کښې ټول پنځوس پروګرامونه دى. او په هر يو پروګرام کښې په يوه ځانګړې موضوع باندې خبرې شوې دى. چې په کښې د ښۀ ژوند تېرولو د پاره په بنيادى خبرو بحث شوے دے. چې يو کس څنګه يو صحت مند ژوند تېرولے او خپل ځان د بيمارو نه بچ ساتلے شى. او څنګه په خپل لږ آمدن کښې د خپلې کورنۍ ضرورتونه پوره کولے شى. او په دې پروګرامونو کښې د اخلاقيانو په موضوع ګانو باندې هم خبرې شوى دى. او د هر پروګرام په آخر کښې، د پروګرام د موضوع په مطابق د کتاب مقدس نه په يوې حوالې باندې خبرې شوى دى.