صحيفې وائى چې عيسىٰ مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو او بيا راژوندے شو. عيسىٰ مسيح به بيا د ټولو خلقو عدالت دپاره راځى.
100 Episodes
00:00
د سلو پروګرامونو دا سلسله مونږ ته د خدائ پاک د شروع نه د بنى آدم دپاره د منصوبې ښودنه کوى. دا د کتابِ مقدس د ترتيب په مطابق، د پېدايښت د قيصو نه تر نوى عهد نامې پورې د عيسىٰ مسيح د ژوند، مرګ او د بيا راژوندى کېدو پورې ټولې قيصۍ بيانوى.
Sorry, no results.
Please try another keyword
- اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ
- خُدائ پاک زمونږ د سوچ نه هم لوئ دے، خو مونږ هغه پيژندے شو
- د خُدائ پاک حقيقت مونږ له د اِبليس نه آزادى راکوى.
- د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے
- تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ
- د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے
- اِبليس دروغژن او دوکا باز دے
- ګناه شرم، يره او مرګ راولى
- چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى
- بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى
- زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ
- بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى
- مالک صبر کوى، هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى...بلکې...د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى
- نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بېپرواه شُو
- خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے... څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى
- د بابل معنى ګړبړ دے
- ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
- زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى... ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى
- د ابراهيم ايمان د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو
- هغه به وفادار پاتې شى، ځکه چې هغه نۀ شى کولے چې د خپل ځان نه اِنکار وکړى
- خُدائ پاک د بدئ خلاف فرياد اورى
- خُدائ پاک مونږ له سخت حکم راکولے شى
- د خُدائ پاک د وعدې څۀ قيمت دے؟
- خو مالک... په تاسو باندې رحم وکړى... بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى
- حالات بدليږى، خو مالک خدائ هيڅ کله نۀ بدليږى
- نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے
- خُدائ پاک د خلقو بدى په ښۀ کښې بدلوى
- د خُدائ پاک قيصه څنګه شروع کيږى
- د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ...هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى
- زۀ هغه يم چې يم – دا د همېشه دپاره زما نوم دے
- په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بېايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى
- مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے
- خُدائ د خپلو خلقو دپاره د تیښتې لاره جوړه کړه
- تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى
- خُدائ پاک وفادار وى، که مونږ نۀ يو خو بيا هم
- د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده
- ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى
- مونږ له د ګناه نه د خلاصونکى ضرورت دے
- د بُتانو نه ځان وساتئ.
- د خُدائ پاک خپلو خلقو تر مينځه اوسېدل
- صرف يشوه او کالب ښۀ خبر ورکړو
- اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ
- حضرت موسىٰ د يو لوئ بنى اِسرائيلى پېغمبر پېشن ګوئ کړې وه
- ...د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى...
- آسانه لاره او کۀ ګرانه لاره؟ دا فېصله وکړئ...خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.
- انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى
- دوشمن يره راولى. حضرت داؤد زړۀورتيا وکړه. ايمان کښې فتح ده.
- ...د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده...
- بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه
- د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ... د هغۀ د زوئ په وړاندې...
- د مسيح د مرګ حېرانونکې وضاحت. دا پېشن ګوئيانې د مسيح د راتلو نه زر کاله مخکښې شوى دى.
- حضرت سليمان په پوهه، حِکمت، او عزت کښې بې مثاله دے
- ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ
- مالِک خُدائ خلاصونکے دے
- راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو
- تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ
- څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى
- د خُدائ پاک د طرف نه پېشن ګوئيانې په خپلو کښې اتفاق لرى. تۀ په نبيانو ايمان ساتې؟
- د خُدائ پاک د کلام تسلسل او يووالے. خُدائ پاک د پېغمبرانو وئيلې شوى خبرې پوره کوى.
- نوې او زړه عهدنامه اوس هم شته. يحيىٰ بپتسمه ورکونکى د مالِک لاره تياره کړه.
- د خُدائ پاک د زوئ څۀ معنى ده
- عيسىٰ مسيح د عاجزئ ځائ کښې پېدا شو. فرښتو هم د مسيح په پېدا کېدو خوشحالى وکړله.
- مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى
- وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى
- زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو له دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو له
- دې تعليم ته په غرۀ باندې وعظ وئيلې کيږى. څوک چې اورى او عمل پرې کوى، هغه هوښياران دى.
- بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن. څوک هم چې په مسيح ايمان راوړى نو هغه به بچ شى.
- عيسىٰ مسيح د رښتينى عبادت وضاحت وکړو. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې مسيح زۀ يم.
- عيسىٰ مسيح وفرمائيل چې موسىٰ د هغۀ په حقله پېشن ګوئ کړې وه. کۀ تاسو د موسىٰ په کلام ايمان نۀ ساتئ نو زۀ چې څۀ وايم تاسو به په هغې څۀ ايمان وساتئ?
- مسيح لوئ طاقت ظاهر کړو. مسيح د هرې بيمارۍ شفا ورکړه. ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
- څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى
- مسيح په روټۍ برکت وغوښتو او پينځۀ زره خلق يې ماړۀ کړل. عيسىٰ مسيح د ژوندون روټۍ ده.
- هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى
- ړوند سړى نظر، نور او خلاصون حاصل کړو. عيسىٰ مسيح څوک دے؟
- دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ
- صرف يوه دروازه. مالِک خُدائ زما شپون دے.
- خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى
- عيسىٰ مسيح په مرګ اختيار لرلو.
- د "آسمان کښې د خُدائ تعريف" نه "په سولۍ کړئ." دُنيا هغه ونۀ پېژندلو.
- دوکه نۀ شئ. حقيت سره مينه وکړئ. حقيقت به تاسو آزاد کړى.
- د عيسىٰ مسيح وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى
- زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.
- لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى. دا وقعات پېشن ګوئ پوره کوى.
- د خُدائ پاک د خلاصون منصوبه - دا کار پوره شو. ډېرې پېشنګويانې په هغه ورځ پوره شوې.
- مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو
- دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو
- عيسىٰ مسيح فرمائى "صبر وکړئ." ګناهونو د معافۍ دپاره... تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى
- د نیکو او ظالمانو سره څه کیږي؟
- تاسو ګناهګار يئ. عيسىٰ مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره مړ شو. د خپلو ګناهونو نه توبه وکړئ. خپل ځان عيسىٰ مسيح ته وسپارئ.
- ...د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى... صحيفه نۀ شى خرابېدے.
- د صحيفو لټون وکړئ. په حقيقت ايمان ولرئ. د مالِک وعده صحيح ده.
- د هغۀ مريد خوشحاله، پُرامن او مينه کونکے وى. د هغۀ مريد د نورو دپاره دعا کوى.
- ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے
- اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او هغه ايمان د هغۀ په صداقت حساب شو
- نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
- او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.
- عيسىٰ مسيح د دوزخ په حقله خبردارے ورکړو. لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. تاسو څۀ غوره کوئ؟
- ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ عيسىٰ مسيح نه بغېر هيڅ لار نشته.
- د مسيح برابر هيڅوک نشته. په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
- صحيفې وائى چې عيسىٰ مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو او بيا راژوندے شو. عيسىٰ مسيح به بيا د ټولو خلقو عدالت دپاره راځى.