یو سخت زړۀ او ضدى پلار خپلې لور ته د سکول اجازت نۀ ورکولو چې لاړه شى. په تورات کښې فرعون د عبرانيانو پرېښودو نه انکار وکړو، تر دې چې په مصر ډېر آفتونه او تباهئ هم راغلې. موسىٰ ثابت قدم پاتې شو او آخر يې خپل خلق د هغوئ نه آزاد کړل.
تاسو به زده کوئ
د ضد خامخه څۀ نتيجه وى
مونږ د انتخاب کولو آزادى لرو
استقامت تر هغې ښۀ وى تر څو چې زمونږ مقصد ښۀ وى
زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟