د عيسىٰ مسيح مريدان په هغۀ ايمان او يقين لرى، نو په دې وجه هغوئ نور د ګناه غلامان نۀ دى، هغوئ نه دروغ وائى او نه غله کوى، او دغه شان دوئ د خُدائ پلار سره او بنى آدم سره د مينې په رشته کښې بيا پېدا شى. څلور ذمه وارئ: ١. د خُدائ پاک کلام لوستل او عمل پرې کول. ٢. هر وخت دعا کول. ٣. نورو ايماندارانو سره ملاوېدل او رفاقت ساتل. ٤. ګواهى ورکول، او نورو ته د مسيح په حقله وئيل.