“خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله” د دې مطلب دا دے چې خُدائ پاک ټولو خلقو سره مينه کوى، خو کوم نظام چې د هغۀ مخالفت کوى، هغې سره نه. خو بيا هم هغۀ خپل اِک يو زوئ دې نظام ته راولېږلو چې په دې بريالے شى او هغه چا له خلاصون ورکړى څوک چې په هغۀ (مسيح) ايمان راوړى. د دُنيا مشرانو مسيح وزورولو او ټول خلق کوم چې صادقان دى هغوئ هم زورَولے کيږى. خو بيا هم عيسايان په خپلو کورونو کښې، خپل د کار ځايونو کښې او په دُنيا کښې خپله مينه څرګندوى.