لکه څنګه چې زمونږ سوچونه او فکرونه زمونږ په نظرونو کې وده کوي، او نور خلک متفاوت سوچونه او نظرونه لري چې دوی ګومان کوي هغه سم دي، نو دا کار کیدای شي شخړې رامنځته کړي، او دا کیدای شي د مبارزې، یا د ارادې د ټکرې سبب وګرځي. مونږ باید د نظرونو د اختلاف یا توپير لپاره چمتو واوسو او هڅه وکړو چې له سپکاوي، چیغې او تاوتریخوالي څخه ډډه وکړو. مونږ باید ټینګ مګر نرم واوسو او په پوره عاجزۍ سره د نظرونو تبادلې ته لیوالتیا (شوق) ولرو. پرېږدئ چې شخړې په تاسو کې غوره والی راولي.