حضرت داود داسې ډېر زبورونه ليکلى دى چې د خدائ پاک د لويو کارونو پۀ باره کښې خبرې کوى او د مشکل، غم، شکست، او د فتح په وخت کښې خدائ پاک ته نزدې کېدو پۀ باره کښې دى. لکه د نورو صحيفو په شان، زبور شريف هم د خدائ پاک په مينې او رحم باندې زور اچوى، د هغۀ نوم له لوئى ورکوى او مونږ ته ښودنه کوى چې څنګه مونږ د هغۀ تعريف او شکرګزارى وکړو. د ډېرو خلقو دروېشتم زبور “مالِک زما شپون دے”، خوښ دے.