په کتابِ مقدس کښې د بنى آدمو دپاره د خدائ پاک خبرې ليکلے شوې دى. د شروع نه، په کتابِ مقدس کښې پېغمبرانو د خدائ پاک د الهام په وسيله د خدائ پاک د عجيبه کارونو، منصوبو او د هغۀ د سزا او جزا او د راتلونکى وخت پېشن ګويانې کړى دى. کتابِ مقدس ١٥٠٠-کاله موده کښې ٤٠ ليکونکو ليکلے دے او دا په زړه عهدنامه او په نوې عهد نامه ياديږى. په نوې عهدنامې کښې په ړومبو څلورو کتابونو کښې د عيسى مسيح د ژوند حالات بيان شوى دى او د دې آخرى کتاب د يوحنا رويا په نوم ياديږى.