تورات د صحيفو بنياد دے، او دا د کائنات او د بنى آدم د تخليق باره کښې وضاحت کوى، او د انسان د ګناه او د خلاصون ذکر کوى. د هجرت کتاب مونږ ته دا وائى چې څنګه خدائ پاک خپل خلق د مِصر نه راوښکل. د لاويانو کتاب د خدائ پاک د عبادت کولو د طريقې وضاحت کوى. د شمېر کتاب دا ښودنه کوى چې بنى اسرائيليان څومره منظم وو. د ګردان کتاب په کتاب کښې يو ځل بيا د خدائ پاک شريعت يا قانون بيان شوے دے.