په اوبو کښې بپتسمه د عيسىٰ مسيح د خواه نه يوه نوې د تړون نښه ده، په هغۀ باندې د ايمان راوړلو يوه ښکاره نښه ده. بپتسمه مونږ نۀ بچ کوى خو دا د مسيح د حکم د تابعدارئ يو عمل دے. مسيح د مثال په توګه زمونږ دپاره په اردن سيند کښې بپتسمه واخستله. په بپتسمه کښې د ټولو نه اهم څيز دا دے چې مونږ د نورو خلقو په وړاندې د خپل ايمان اقرار وکړو.