حقيقى جماعت د عيسىٰ مسيح د دوه يا زيات ايماندارو جمع کېدل دى، هغه خلق چې په حقيقت کښې د خدائ پاک په روح کښې بيا پېدا شوى وى. عيسىٰ مسيح وفرمائيل چې هغه به پخپله خپل جماعت جوړوى، نو جماعت عيسىٰ مسيح سره تعلق ساتى، د انسان سره نه. يو کس چې د ايماندارو ټولنه کښې شامل کړے شى، نو هغه د عيسې مسيح په بدن کښې شاملېږى. ځکه چې په حقيقت کښې جماعت د عيسىٰ مسيح بدن دے.