خدائ پاک مونږ له شعور راکړے دے چې په ښۀ او بد کښې فرق وکړو. خدائ پاک په موسىٰ باندې خپل شريعت نازل کړو او لس خاص حُکمونه يې هم ورکړل. عيسىٰ مسيح په غرۀ باندې وعظ کښې د ژوند تېرولو طور طريقو په حقله تعليم ورکړو. هغۀ وفرمائيل “چې خپل دُشمن سره مينه وکړئ،” نو مونږ داسې هغه وخت کولے شو چې کله مو په زړۀ کښې د خدائ پاک مينه وى.