د عشاء ربانى معنى شکر دے، او د شراکت معنى په ډله کښې شاملېدل دى. عيسىٰ مسيح د خپل بدن او د وينې دا عهد خپلو مريدانو ته د پيالئ او روټئ سره شروع کړو. عيسىٰ مسيح په سولئ شو، او د هغۀ وينه د ټولو خلقو د ګناهونو د پاکولو دپاره توئ شوله. دا رسم ايمانداران رايوځائ کوى، او مونږ ته د هغۀ مرګ رايادوى او دا چې هغه به بيا راځى.