لارښوونې او حدود زمونږ لپاره په انفرادي توګه او د هرې ډلې لپاره چې مونږ پکښې برخه لرو، اړین (ضروري) دي. اخلاقي حدود لا نور هم اړین دي. د تیري کولو معنی د ټاکل شوي حدودو د کرښې څخه تیریدل او ناروا کارونه کول دي او خدای پاک په څرګنده توګه زمونږ لپاره خپل حدود په نښه کوي. حدود یا سرحدونه مونږ سره د نظم په ساتلو او د هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. لارښوونې چې په واضح ډول تشریح شوي دي، هم د مشرانو او هم د کارکوونکو طمعې یا توقع ګانې، دندې او مسؤلیتونه په ګوته کوي.