یوه ځوانه ښځه د سر درد، ټوخی او د ستوني درد لري، او تبه یې ډیره لوړه ده، سره له دې چې هغه هروخت مایعات څښي. روغتیایی کارکونکي وویل چې د هغې بیماري ټایفایډ ده چې د کولمو د انفیکشن په وجه ده چې په خواړو یا اوبو کې د هغو جراسیمو له امله رامینځته شوی چې په غایطه موادو باندې ککړ شوي دي. د څښاک اوبه باید وخوټول شي یا آیوډین په کې واچول شي او تشنابونه یا لیټرینونه باید په سمه توګه وکارول شي. د ټایفایډ درملنه د انټي بیوټیکونو په واسطه کیږي.