یو کوچنی ماشوم ټوخیږي او تبه لري، د هغې په ژبه داغونه پیدا کیږي او په بدن کې يې سور رنګي خالونه خېږي، بیا د سینه بغل سره پیچلتیا لري، او مړ کیږي. د شري ناروغي کېدای شي قابو شي که چیرې ماشومان واکسین شي. که لوی ماشومان په ناروغۍ اخته شي، دوی باید د لسو ورځو لپاره جلا شي، آرام وکړي، مایعات وڅښي، ښه خواړه او ویټامین A وخوري او د تبې لپاره ورته پاراستامول ورکړل شي.