عبدالله او زيارت ګُل د خپلو ورېرو د پردې کولو په حقله خبرې کوى، ځکه چې د يوې عمر درې کاله دے او بله څلور کلنه ده، او د پردې باره کښې نور داسې ډير خيالونه يو بل سره شريکوى. په ځينو معاشرو کښې د حيا او پردې ډېر خيال ساتلے شى، خو د مغرب په فلمونو کښې نۀ حيا شته او نۀ اخلاق. پرده بدن پټ ساتى. دغه شان مونږ کوشش کوو چې خپل بد کارونه پټ وساتو، لکه د آدم او حوا، خو خدائ پاک هر څۀ ګورى. هغۀ نه هيڅ هم پټ نۀ دى.