زيارت ګُل بيا د پردې په حقله کښې خبرې کوى او يوه قيصه شريکوى چې يو ښځه او خاوند د خپل جرم د پټولو د پاره په خپلې نوکرې الزام ولګوى او هغه قېدخانې ته وليږى. خو د هغوئ په زړۀ کښې دا يره وى چې هسې نه هغه حقيقت بيان کړى او د دوئ جرم ښکاره نۀ شى. دغه شان مونږ سوچ کوو چې تر څو زمونږ ګناهونه پټ وى، نو مونږ محفوظ يو، خو کۀ ښکاره کړے شى، نو مونږ به وشرميږو. بيا مونږ په نورو الزام لګوو او يا د خپلو ګناهونو نه انکار کوو چې دا مونږ نۀ دى کړى، خو خدائ پاک زمونږ ګناهونه پټولے شى او مونږ له خلاصون راکولے شى.