يو ځل بيا عبدالله او زيارت ګُل د خاندان او د نسب نامې په حقله خبرې کوى. او وائى چې مونږ ټول خدائ پاک په خپل صورت پېدا کړى يو، زمونږ پلار نيکۀ آدم وو، چا چې ګناه وکړله، او هغه ګناه په مونږ ټولو اثر وکړو او مونږ ګناهګار شو. خو زمونږ د پاره اُميد موجود دے، مونږ بيا پېدا کيدے شو، او يو نوے روح حاصلولے شو او د خدائ پاک بچى جوړېدلے شو.