عبدالله او زيارت ګُل د يو سړى د مرګ خبره کوى، او د هغۀ د زامنو په زمکه باندې جګړه وه. ميراث د پلار د طرف نه تحفه وى، خو عبدالله د هغه زمکې خبره کوى چې وروڼو په کښې ديوال ووهلو او دشمنى ترې جوړه شوه. په ميراث کښې مونږ ته د پلار نيکۀ آدم نه مرګ ملاو شوے دے، خو مسيح د خپلې وينى په وسيله مونږ له د هغه بېفائدې ژوندون نه خلاصون راکړو.