مسافران د بيلوه زمکې ته ورسيږى او هلته ځلېدونکو کسانو سره ملاو شى څوک چې هغوئ د يو درياب خوا ته بوځى د کوم نه چې د هغوئ تېرېدل وُو. مسيحى په ډوبېدو شى او روح هغۀ ته د هغۀ د زړو ګناهونو په حقله خبرې کوى خو اُميدوار د هغۀ ډاډګيرنه وکړى او هغه ترېنه راوباسى. هغوئ د صيون په غرۀ وخيژى او په دروازه ور دننه شى او ښار ته روان شى. لاپرواه د وردننه کېدو کوشش کوى خو هغۀ ته اجازت ملاو نۀ شى. مسيحى او اُميدوار د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې داخل شى. ليکونکې بيا راويښ شى او دا ټول يو خوب وى.