ليويان، د تورات دريم کتاب، د قاهنانو د قُربانو د قانون وضاحت کوى. بنى اِسرائيل د سينا د غرۀ نه د کنان پورې لاړل او موسىٰ خپل جاسوسان ورولېږل خو هغوئ د هغه خلقو خراب خبر راوړو. بنى اِسرائيلو د وعدې ځائ ته د تللو نه انکار وکړو نو خُدائ پاک هغوئ په صحرا کښې پريښودل چې مړۀ شى. د هغوئ په خُدائ پاک ايمان نۀ وو.