د خلقو يوه لويه ګڼه عيسىٰ مسيح پسې خوشى بيابان ته لاړه. هغوئ سره دوه روټۍ او پينځۀ کبان وُو. عيسىٰ مسيح په دې برکت وغوښتو او پينځۀ زره خلق يې ماړۀ کړل. سمندرى طوفان کښې په واپسۍ مريدانو عيسىٰ مسيح د هغوئ خوه ته په اوبو راتلو وليدو. عيسىٰ مسيح هغوئ ته وفرمائيل “د ژوندون روټۍ زۀ يم هغه روټۍ چې د آسمان نه راکوزه شوې ده چې د تل ژوندون ورکوى”. په صحرا کښې من د هميشه دپاره نۀ وو خو د عيسىٰ مسيح د ژوندون روټۍ ابدى ده.