عيسىٰ مسيح د خپلو شاګردانو نه تپوس وکړو چې “تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟”، پطروس جواب ورکړو، “تۀ د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.” عيسىٰ مسيح وفرمائيل چې هغه به د ډېرو تکليفونو نه تېر شى او په يروشلم کښې به ووژلے شى. په غرۀ باندې د عيسىٰ مسيح مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې. خُدائ پاک هغۀ سره يو ځلې بيا د آسمان نه خبرې وکړې. پطروس وائى “مونږ د دې ګواهان وُو” او يوحنا ليکلى دى چې “دا ځکه ليکلے شوى دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ”.