عيسىٰ مسيح د راژوندى کېدو نه پس ډېر ځل خپل ځان مريدانو ته څرګند کړو، او يو ځلې يې پينځو سو خلقو ته هم ځان څرګند کړے وو. عيسىٰ مسيح وفرمائيل، “د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ… په يروشلم کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى”. بيا هغه آسمان ته بوتلے شو.