ګناه د بيمارۍ په شان دې دنيا ته د آدم په وسيله راغله، خو خُدائ پاک آدم سره وعده وکړه چې هغه به د خلاصون دپاره يو کس ورليږى، او وروستو يې د قومونو او د ايمان پلار اِبراهيم غوره کړو، ځکه چې د هغۀ په خُدائ پاک باور وو او د خُدائ پاک په نظر کښې هغه د ايمان په سبب صادق وو. عيسىٰ مسيح د اِبراهيم د نسل نه وو او اِبراهيم سره شوې وعده د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره شوه.