په دې پروګرام کښې درې ښځې د کارونو په حقله خبرې کوى چې کارونه کله کله ډېر بوجه جوړ شى او انسان ستړې کوى. يوه مشره ښځه هغوئ سره د عيسىٰ په حقله خبرې کوى او ورته دا وائى چې هغه زمونږ خيال ساتى او زمونږ په حالاتو خبر دے او په مونږ کښې هر يو کس له بلنه ورکوى چې هغۀ له راشى او آرام ومومى. تاسو به د يوې مرغۍ قيصه اورئ چې په پنجره کښې قېد وو او کله چې ورته د جال ور کولاو کړے شو نو هغه د الوتو نه ويرېدو، د دې مطلب دا دے چې مونږ دې زړۀ لوئ کړو او عيسىٰ له ورشو.