په شروع کښې کله چې آدم ګناه وکړه او د خُدائ نافرمانى يې وکړه نو خُدائ پاک د اِبليس او حوا په مينځ کښې دُښمنى پېدا کړه د څۀ په وجه چې په ښځې لوئ تکليف راغے. خو بيا هم ښځې د اِبليس مقابله حقيقت سره کولے شى، لکه څنګه چې اليشاء پېغمبر په حقيقت کښې ځان خُدائ ته اوسپارلو او د څۀ نه ونۀ ويرېدو ځکه چې هغه د خدائ د قوت او حقيقت نه خبر وو.