په ګډې کورنۍ کښې بچى د نورو مېندو يا د پلرونو کېدے شى. د ځينو يا خو مور ژوندئ وى او يا پلار او د ځينو هېڅوک هم نۀ وى. په داسې کورنۍ کښې غټو ته د مينې او د حکمت ضرورت وى. تاسو سره د ابىسلوم او د امنون قيصه شريک کړے شوې ده، او په دې کښې به تاسو وګورئ چې څنګه د نظم د کمى په وجه په کورنۍ کښې جنګ جګړې راځى.