مسيح خپلو مريدانو له حُکم ورکړے وو چې لاړ شئ او نور مريدان جوړ کړئ او هغوئ له په اوبو بپتسمه ورکړئ او چې کوم تعليم ورله عيسىٰ مسيح ورکړے وو هغه دې هغوئ له ورکړى. د اوبو بپتسمه د دې نښه ده چې ستاسو زوړ د ګناه فطرت پاک کړے شو. خو په روحانى توګه مونږ د نوى پېدايښت د وخت نه پاک يو، ځکه چې يوازې د مسيح وينه زمونږ ګناهونه پاکولے شى. بپتسمه د خلقو په وړاندې د ايمان اقرار کول دى.