عيسىٰ مسيح مونږ له د تلو او د زيرى خورولو حُکم راکوى. څۀ وئيل پکار دى: خُدائ پاک تاسو سره مينه کوى. تۀ ګناهګار يې. مسيح ستاسو ګناهونو دپاره مړ شو. د خپلو ګناهونو نه توبه وکړئ او په مسيح باور وکړئ. يو بل قدم: بپتسمه. د اوبو نه تېرېدل د باطنى ايمان نښه ده او دا د مسيح حُکم دے، او دغه شان د مالِک فسح هم: روټۍ او پيالۍ د مسيح د بدن او وينې نښه ده. جماعت: مسيح د دې مشر دے؛ مونږ د هغۀ د بدن غړى يو. ناظران: خُدائ پاک مونږ له څيزونه راکوى او مونږ له د وخت او خپل قابليت استعمال په هوښيارتيا سره کول پکار دى. د خُدائ پاک لار ښودنه: هغه د خپل کلام، مشورې او د حالاتو په وسيله لار ښودنه کوى.