د خُدائ پاک کلام هغه ځائ کښې رڼا کوى چرته چې زمونږ قدم وى، او لار پخپله په تيارۀ کښې زمونږ لار ښودنه کوى. دا يو قدم په قدم عمل دے چې مونږ خپل منزل ته رسوى. هر وخت د خُدائ پاک د کلام خبرې کوئ او په دې شپه او ورځ غور کوئ او څۀ چې دا وائى د هغې تابعدارى کوئ. خپل ژوند او ذهن کښې دې له ځائ ورکړئ.