څنګه چې د يشعياه نبى په کتاب کښې وئيلے شوى دى او دا پېشنګوئ شوې وه چې مسيح به ډېر تکليفونه وزغمى او د هغۀ نه به کرکه وکړے شى خو هغه به يهوديانو او غېر قومونو له خلاصون ورکړى او هغوئ به د قېد نه آزاد کړى او هغه به د ړوند دپاره رڼا او د زمکې دپاره انصاف او امن راوستونکے وى. دا د عيسىٰ مسيح په حقله بيانوى.