اے پاکه خدايه زما تۀ راته خلاصون راکړه
خدايه زما، خدايه زما
مالکه خدايه زما تۀ زما مدد وکړه
هغه برباد کړې چې څوک ما پورې خندا کوى
هغه کسان خدايه چې څوک د ستا لټون کوى
هغه دې ښاد اؤ خوشحاله تر ابده وى
زۀ ډير غريب اؤ حاجتمند يمه اے خدايه
ما له زر راشه اے خدايه مدد ګار شې زما
تۀ مدد ګار يې ربه تۀ مې خلاصوونکے يې
مالکه خدايه زۀ تر څو به انتظار کومه
دې سره تړلى آيتونه
ټېګز