تاسو چرته داسې محسوس کړى دى چې خدائ پاک ستاسو آواز نۀ اورى؟ او ژوند ستاسو د پاره دومره ګران دے چې بلې ورځې ته نۀ شئ پاتې کېدے؟ او تاسو ډېر زيات بېزاره شوې يئ او حوصله مو بائيللې ده؟ اؤ ستاسو په ژوند کښې دومره خراب حالات دى چې دا سوچ کوئ اؤ وايئ چې خدائ پاک ستاسو خيال نۀ ساتى؟ آيا ستاسو ملګرو يا رشته دارو تاسو له مشوره يا نصيحت درکړے دے چې څنګه به خپلې مسئلې حل کوئ؟ نو په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې رښتينې قيصه اورئ او تاسو ته به معلومه شى چې خدائ پاک وفادار دے او د يقين لائق دے.