په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې په حقله اورئ چې مليريا ئې وى. تاسو به دا زده کوئ چې د مليريا علامتونه او نښې څۀ څۀ وى، څنګه د دې علاج کولے شئ او څنګه خپل ځان د دې نه بچ ساتلے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د عيسىٰ مسيح يو مثال هم اورئ چې د لوئې مېلمستيا په حقله دے. په دې کښې به تاسو دا زده کوئ چې د خدائ پاک بلنه د ټولو خلقو د پاره وى خو ځينې نۀ غواړى چې دا بلنه قبوله کړى. نو زما ملګرو خدائ پاک تاسو له خپلې بادشاهۍ ته بلنه درکول غواړى، نو په دې کښې شاملېدو د پاره بهانې مۀ جوړوئ بلکه په عيسىٰ مسيح يقين او ايمان وساتئ او د خدائ پاک دا بلنه قبوله کړئ.