د پروګرامونو په دې سلسه کښې مونږ په دې څيزونو خبرې کوو: توبه، فخر کول، غلامى، عزت، مېلمستيا، پاکول او پرده او د کورنۍ مسلې چې پکښې د غړى جوړل شامل دى.
عبدالله او ورور به يې هر وخت جګره کوله نو عبدالله د زيارت ګُل نه مشوره اخلى.
عبدالله بيا د ملاقات دپاره راشى، او هغوئ په دې حقله خبرې کوى چې مريدان څنګه يو بل نه مختلف وُو، خو بيا هم هغوى توبه وکړله، او خپلې لارې يې پرېښودې، تر دې چې "ښو هم"، خپل زړونه يې بدل کړل.
عبدالله بيا راشى، او دا ځل د هغۀ ښځې خپلې ګاونډۍ سره جنګ کړے وى ځکه چې هغې ورسره حسد لرلو.
کله کله خبرې هغه څۀ پټوى کوم چې زمونږ په زړۀ کښې وى
مونږ کوشش کوو چې خپل احساسات پټ کړو، او دروغ وايو ځکه چې مونږ يريږو، او دا زمونږ د پاره يو دروند بوج وى.
زيارت ګُل او عبدالله د آزادۍ په باره کښې خبرې کوى.
هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے
ګناه د دلدل په شان ده - خو کۀ مونږ اِقرار وکړُو... هغه به معاف کړى
هر څوک د عزت او احترام حقدار دى، خو د خدائ پاک په وړاندې مونږ ټول غريبانان يو.
زيارت ګُل د عبدالله دپاره د برکت دعا وکړى او هغۀ ته وائى چې د ټولو نه خوږ لفظ اورېدل "شاباش" دے، په ځائ د دې چې ټوقې او مسخره راپورې وشى.
د عبدالله د کورنئ نه يو ځوان هلک د قبيلې دشمنانو وژلے وو. عبدالله او زيارت ګُل دا خبرې کوى چې د بدل يا د انتقام اخستلو به څنګه مخ نيوے کوى.
عبدالله او زيارت ګُل د مېلمنو باره کښې خبرى کوى چې د مېلمنو راتګ يو برکت دے، نه چې يو رواج يا فرض.
رواجونه بوج هم جوړيدے شى - د زړۀ نه مېلمستيا کول د ټولو نه ښۀ وى
د چا احسان ته سپک کتل بده خبره ده
زيارت ګُل د خفګان په باره کښې خبره کوى، هغه وائى چې مونږ ټولو خدائ پاک خفه کړے دے، خو کله چې مونږ د هغۀ دشمنان وو نو بيا هم هغۀ مونږ له د آسمان نه د ژوندون روټۍ راکړه.
زيارت ګُل د يو امپراطور زړه قيصه کوى چې هغۀ به په بزدلانه طريقه د خپلو ګناهونو سزا نورو له ورکوله.
عبدالله او زيارت ګُل يو بل سره دعا سلام کوى، او بيا په دې خبرې کوى چې حقيقى احترام کول څومره ښۀ وى، خو د دروغو ادب او چاپلوسى هسې خبرې دى.
زيارت ګُل د "ملا نصرالدین" يوه قيصه کوى کوم چې دا ښودنه کوى چې زمونږ لفظونه د حقيقت نه څومره مختلف دى.
ګناه د زړۀ بيمارى ده - پخپله ړوند، نورو ته ګوته
عبدالله او زيارت ګُل يو ځل بيا د باطنى ړوندوالى په حقله خبرې کوى. زيارت ګُل د يو حاجى قيصه کوى چې يو مزار يې جوړ کړے وو او د هغې ليدلو له لاړو.
عبدالله او زيارت ګُل د ناپاک والى په حقله خبرې کوى، او دا وائى چې د لاسونو او د پښو وينځل زمونږ زړونه نۀ پاکوى.
عبدالله او زيارت ګُل د يو معذوره ماشوم په حقله خبرې کوى چې څنګه هغۀ سره د نورو نه مختلف سلوک کېږى، تر دې چې د هغۀ مور پلار هم په هغۀ شرميږى.
عبدالله او زيارت ګُل د خپلو ورېرو د پردې کولو په حقله خبرې کوى، ځکه چې د يوې عمر درې کاله دے او بله څلور کلنه ده، او د پردې باره کښې نور داسې ډير خيالونه يو بل سره شريکوى.
زيارت ګُل بيا د پردې په حقله کښې خبرې کوى او يوه قيصه شريکوى چې يو ښځه او خاوند د خپل جرم د پټولو د پاره په خپلې نوکرې الزام ولګوى او هغه قېدخانې ته وليږى. خو د هغوئ په زړۀ کښې دا يره وى چې هسې نه هغه حقيقت بيان کړى او د دوئ جرم ښکاره نۀ شى.
عبدالله د خپلې مور خبره کوى چې هغه څنګه په يو وخت کښې د خپلې لور د ناروغۍ په وجه ډېره غمژنه وه، هغې دا دعا کوله چې، "زۀ ستا دردونه او ستا ناجوړتيا دې په ما راشى، ستا په ځائ دې زۀ ناجوړه شم."
عبدالله يوه قيصه شريکوى چې څنګه د هغۀ ورارۀ بهر ملک ته تلے وو، او اوس واپس راروان دے، او دا افواه خوره ده چې هغۀ هلته ډېر خراب ژوند تېرولو، او هغه د خپلې کورنۍ د پاره د شرم باعث ګرځېدلے دے.
زيارت ګُل د يو سړى قيصه کوى چې د هغۀ دوه ښځې وې خو دويمه ښځه يې ډيره خوښه وه.
سوال دا پېدا کيږى چې يو کس يا خاندان په څۀ وجه خاص او د اهميت وړ جوړي؟
يو ځل بيا عبدالله او زيارت ګُل د خاندان او د نسب نامې په حقله خبرې کوى.
عبدالله او زيارت ګُل د يو سړى د مرګ خبره کوى، او د هغۀ د زامنو په زمکه باندې جګړه وه.
عبدالله د خپل ترور زوئ خبرې کوى، څوک چې بې اولاده وو خو بيا ورله يوه کورنۍ خپل زوئ ورکړى.
زيارت ګُل بيا د خاندان او د ماشومانو د برکت باره کښې خبرې کوى، او وائى چې څنګه يتيمانان د مور پلار د مينې نه بغير په تکليف او سختو حالاتو کښې وى.
خدائ پاک کورنۍ جوړه کړې ده. عبدالله او زيارت ګل دې سره اتفاق کوى چې خاندان مونږ له شناخت راکوى، او مونږ په خپل خاندان کښې محفوظ يو.
عبدالله د سترګې د خسڼى په وجه تکليف کښې دے. زيارت ګُل ورته وائى چې ګناه د دې خسڼى په شان ده
مونږ ته د خدائ پاک د کلام د شيشې ضرورت دے چې مونږ ته زمونږ حقيقت وښائى.