کله چې حضرت عيسىٰ يوې ماشومې له شفا ورکولو دپاره روان وو نو په کڼه کښې يوې ښځې د حضرت عيسىٰ کپړو له لاس وروړو او هم هغه سات هغه ښځه روغه جوړه شوه. په دې کښې خبر راغے چې کومې ماشومې له چې حضرت عيسىٰ شفا ورکولو دپاره روان وو، هغه مړه شوه، خو حضرت عيسىٰ بيا هم هغې له لاړ شى او هغه راژوندئ کړى. د يو قېدى قيصه تاسو ته په دې پروګرام کښې وئيلے شوې ده څوک چې د خپلې ښځې دپاره ځان هم ورکولو ته تيار وو، هم دغه شان خُدائ پاک هم د خپلې مينې ښودلو دپاره مسيح قربان کړو.