د فسحې د اختر په شپه، بنى اسرائيل د مِصر نه لاړل. مالِک خدائ د ورځې د وريځې ستن او د شپې به د اور ستن د هغوئ د حفاظت دپاره او لار ښودنې دپاره هغوئ نه مخکښې روانه کړې وه. فِرعون هغوئ پسې وروستو وروستو روان وو او هغوئ يې سوُر درياب سره ګېر کړل. موسىٰ خپله امسا پورته کړه، اوبۀ يې په مينځ بيلې کړې، او خلق د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وتل. کله چې اوبۀ واپس خپل ځائ له راغلې نو مِصريان څوک چې هغوئ پسې وُو، پکښې ډوب شول.