عبدالله د سترګې د خسڼى په وجه تکليف کښې دے. زيارت ګُل ورته وائى چې ګناه د دې خسڼى په شان ده، چې مونږ پرې خپل ځان ناغرضه کړے وى او بيا د دې په وجه ډېر تکليف کښې شو، نو پکار دى چې دا خسڼے وباسو. په شروع کښې ګناه وړه وى خو بيا ورو ورو زياتيږى او په آخر کښې زمونږ د مرګ سبب شى، خو خدائ پاک مونږ د خپل رحم په وسيله د ګناه نه بچ کوى.