د خُدائ پاک کلام د سرو زَرو نه هم قيمتى دے او د شاتو نه خوږ او خالص روحانى پئ دى. دا د ډيوې په شان لارښودنه کوى، لکه د تورې جنګ کوى، او د خُدائ پاک له خوا نه د مينې يو خط دے. دا د اعتبار قابل دے څنګه چې مونږ په پينځو ثبوتونو کښې وليدل. د زړې عهدنامې په حقله د دې ټولو سبقونو خاص نقطو خلاصه په دې کښې ښودلے شوې ده.