د مسيحى دروازې ته داخلېدو سره دشمن په دروازه د غشو وار وکړو. خېر خواه هغۀ سره تر اوسه پېښ شوى هر څۀ په حقله او د ترجمان خوا ته د تنګې لارې په حقله خبرې کوى کوم چې هغه د يو رښتينې کس په توګه ښکاره کوى. په دې کښې د خاؤرې ګردونو يوه کمره هم ښودلے شوې ده، چې قانون پکښې د ګناه ډکه دوړه الوزوى خو انجيل مقدس پرې پاکې اوبۀ چڼکاو کړى. بيا ورپسې صبر د جزبې سپکاوے او خبرې برداشت کوى. د دې نه پس شيطان د ابدى اور مړ کولو کوشش کوى خو مسيح په دې نور تېل ور اچوى.