په دې پروګرام کښې به تاسو د شرى او د هغې د علاج په حقله خبرې اورئ. او د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د مالدار سړى او لعزر مثال هم اورئ. او د دې نه به تاسو دا زده کړئ چې د پېسو مينه څنګه زمونږ زړونه د خدائ پاک نه لرې کوى. او د ټولو نه خاص خبره دا ده چې مونږ له د پېسو په ځائ د خدائ پاک سره مينه کول پکار دى او صرف د هغۀ عبادت کول پکار دى او د هغۀ شفقت دې نورو ته ښکاره کړو.