عبدالله او زيارت ګُل د يو معذوره ماشوم په حقله خبرې کوى چې څنګه هغۀ سره د نورو نه مختلف سلوک کېږى، تر دې چې د هغۀ مور پلار هم په هغۀ شرميږى. او دغه شرم د هغه معذوره ماشوم د پاره لکه د يو جزام په شان جوړ شى چې د هغۀ وجود خورى او بيا نورو ته هم لګېدے شى، خو زمونږ زړۀ ته جذام لګېدلے دے، او دا صرف د مسيح په وينه پاکېدے شى.