په يوه کورنۍ کښې د اوسېدو دپاره د برداشت او عزت کول ضرورت وى. په دې پروګرام کښې ذمه وارۍ سره د فېصلې کولو زدکړه او د ماشومانو خپل واک لاندې د اوسېدو په حقله ذدکړه ښودلے شوې ده. په دې پروګرام کښې دا ښودنه شوې ده چې په يوې کورنۍ کښې څنګه يو کس ښۀ تعلق قائم ساتلے شى او د خبرو اترو د آدابو په دائره کښې مناسب لفظونه استعمالولے شى. د خپل واک مطابق فېصلې کولو دپاره مونږ خپلو بچو ته د تربيت، حفاظت او د ايمان په دائره کښې دا تعليم ورکولے شو چې هغوئ دې پوره ذمه وارۍ سره هره فېصله کوى او په خپلو وزَرو والوځى.