په ورور يا خور باندې چغې وهل، نا مناسبه عمل او وهل د هغوئ سره دشمنى ظاهروى. دا او نور د جنګ نښې او د دې دا څنګه حل کېدے شى، د دې په حقله به تاسو په دې پروګرام کښې اورئ او دا چې هر ماشوم خاص دے. په دې پروګرام کښې د يعقوب د بچو قيصه بيان شوې ده چې هغۀ څنګه يوسف سره مينه کوله او د يوسف وروڼو هغه د غلامئ دپاره خرڅ کړو. خو بيا هم هغه ژوندے پاتې شو او خپل وروڼه يې وبخښل.