عبدالله د خپلې مور خبره کوى چې هغه څنګه په يو وخت کښې د خپلې لور د ناروغۍ په وجه ډېره غمژنه وه، هغې دا دعا کوله چې، “زۀ ستا دردونه او ستا ناجوړتيا دې په ما راشى، ستا په ځائ دې زۀ ناجوړه شم.” ملګرے وائى چې څنګه مسيح زمونږ ټولې بيمارئ او ګناهونه په خپل ځان واخستل او زمونږ په ځائ په سولۍ مړ شو. نو خدائ پاک په دې طرېقه زمونږ ټول دردونه او ګناهونه پټ کړل.